سیاست

دمشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې يو لړ پوښتنې طرحه شوې .

کابل باختر د ثور يو ديرشمه :
دمشرانوجرګې په نننۍ عمومي غونډه کې له نشه يي توکوسره دمبارزې او دعامې روغتيا دوزارتونوله معينانو څخه دنشه يي توکو دکرکيلي او قاچاقو دمخنيوي او روږدو کسانو ددرملنې دڅرنګوالي او دځينونورو مسئلو په باب يو لړ پوښتنې  طرحه شوې .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ .
په دې غونډه کې چې  دسنا مجلس درييس  فضل هادي مسلميار په مشرۍ جوړه شوې وه ،  په ازادو  خبرو کې يې  دبغلان دولايتي شورا په مقر کې پروني  ځانمرګي بريد چې ددغې شورا درييس  محمد رسول محسني اوزموږ ديو شمير نورو هيوادوالو دشهادت  سبب شو ،  وغندل شو او ددغه شان پيښو په نه مخنيوي  کې  دکشفي او استخباراتي  ارګانونو په کړنو نيوکې وشوې . اوهم دکلام الله مجيد دڅو مبارکو ايتونو په لوستلو سره  ددغو پيښو شهيدانو ته  دعا وشوه  او ټپيانو ته  دسملاسي روغتيا هيله وشوه .
  دغه راز دمجلس غړو دښځو برخلاف  دتاوتريخوالي  دله منځه وړلو دقانون د تصويب په باب  په افغانستان کې دملګروملتودسازمان داستازي  څرګندونې  بې مورده اودديپلوماتيک عرف پرخلاف وبللې او څرګنده يې کړه چې د قوانينوتصويب  په پارلمان کې  دخلکو داستازو  يوه دنده ده او دغه قانون داسلام دمبين دين  له لارښوونو او دافغانستان داساسي قانون له صراحت سره سم  تصويبيږي . ځکه چې داسلام مبين دين ښځو ته د ټولوحقوقو داعاده کولو حکم کړي دي .
دمشرانوجرګې ددغه شان غير مسوولانه څرګندونو دغندلو په ترڅ کې  دښځو پرخلاف هر راز تاوتريخوالي  په کلکه وغندل  اوهغه يې  داسلامي  ارشاداتو او د افغانستان دخلکو  دفرهنګي ارزښتونو پرخلاف  وبللې  او ټينګار يې وکړ چې دبهرنيو چارو  وزير دې  په يوه عمومي غونډه کې  په دې باب دسناتورانو  پوښتنو ته ځواب ووايي .
دغه راز ځينو سناتورانوهند ته  دجمهور رييس  له سفر او په هيواد کې له ناامنيو او دتروريستي بريدونو له زياتوالي سره  اړيکې ونيولې او څرګنده شوه چې دهيواد دجمهور رييس دغه سفر ناڅاپي سفر نه ، بلکې پخوا پروګرام شوى و اوڅرګنده شوه چې پاکستان  تل دافغانستان  دناارامي لپاره  هلې ځلې کوي او په اوس وخت کې ددغه هيواد يو شمير ديني مدرسې تعطيل شوي دي او طالبان يې  دافغانستان دخلکو پرخلاف  دجګړې په خاطر استول کيږي .
دغه راز دسمنګانو ولايت سناتور محمد آصف عظيمي په دغه ولايت کې ددوو تنو  ديني عالمانو دوژل کيدو په باب معلومات وړاندې کړل او ويې ويل  چې دديني عالمانو شهادت  دخلکو دولولو او دکرکې  دراپاريدوسبب شوي دي .
او زياته يې کړه  چې دګاونډيو هيوادونو دلاسوهنو دمخنيوي  لپاره دې  جدي تدبيرونه ونيول شي .
  دغه راز  دنورستان  سناتور حافظ عبدالقيوم ددغه ولايت دخلکو  دغوښتنو او ستونزوله اوريدو پرته  د حکومت له خوا  داستول شوي هيئت په راستيندونيوکې وکړې  او وي ويل  داکار  ددې سبب شوى دى  چې دخلکو اعتراضيه مظاهرې  پيل شي  او هم  ددغه ولايت  دولايتي شورا دفتر دلنډ مهال لپاره  تړل شوى دى .
غونډې دموضوع دمبرميت په پام کې نيولو سره پريکړه وکړه چې دسيمه ئيزوارګانونو دخپلواکي ادارې  لوى رييس دې دمشرانوجرګې  په راتلوونکي غونډه کې په دې باب  وضاحت ورکړي .
دکابل پوهنتون  دټولنيزو علومودپوهنځي  دمحصلانو اعتصاب  هم له هغو مواردو څخه و چې واوريدل شول.اوغونډې دغه موارد دتعقيبولو په مقصددمشرانو جرګې  اړوندو کميسيونونو ته  وسپارل .
  وروسته  غونډې دمشرانوجرګې  دلومړي نايب محمدعلم ايزديارپه مشرۍ دوام وکړ .او سناتورانودعامې روغتيا او له نشه يي توکوسره دمبارزې دچارو دوزارتونو له مسوولينو څخه  دنشه يي توکو دکرکيلي او قاچاقودنه مخنيوي ، دروږدو کسانو  دزياتوالي او دهغوى  ددرملنې  دڅرنګوالي ، دطبي مرکزونو د کمښت ، دسترو قاچاق وړونکو دنومونو دنه افشاکولواو هم دکابل ښار په ځينو سيمو او ولايتونوکې  دروږدو کسانودزياتوالي او دواحدې او مشخصې پاليسۍ دنه شتون په باب پوښتنې طرحه کړې .
په غونډه کې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارووزارت  دپاليسي  او همغږۍ  معين  هارون رشيد شيرزاد ددغې  پديدې پرخلاف  دمبارزې  دڅرنګوالي په باب خبرې وکړې او وي ويل دغه وزارت  ديو پاليسي جوړونکي  ارګان په توګه  دلومړي ځل لپاره  په ملي شورا کې  دخلکو ديو شميراستازو ، دمدني ټولنې  له فعالينو ، مخورو کسانو ، دروږدو کسانوددرملنې دپاليسي په باب  له تطبيقوونکو ارګانونو سره په سلامشوره کې دروږدو کسانوددرملنې دپاليسي ، بديل ژوندانه  اودنشه يي توکو له قاچاقو سره دمبارزې په باب خبرې کړي دي .
  ده زياته کړه، دوه کاله مخکې دروږدوکسانو ددرملنې ظرفيت په سلو کې يواعشاريه  دوه و ، خو نن  ددغه وزارت  دپاليسي له مخې ددغو خدمتونووړاندې کول په سلو کې  پنځه اعشاريه  نهو ته  رسيدلى دى چې دروږدو کسانوددرملنې مرکزونو شمير له پنځه شپيتو څخه يو سلو څلورو مرکزونو ته  لوړ شوي دي او تراوسه پورې په هغو کې څه دپاسه  څلويښت زره تنه روږدي کسان تداوي شوي دي .   ده زياته کړه، دهيواد په اووه ګونو زونونو کې دروږدو کسانوددرملنې اووه مرکزونه  جوړيږي  چې له دې جملې څخه  دننګرهار او هلمنددولايتونو بودجه  منظوره شوې ده او کار يې  په سلوکې  شل پرمخ تللى دى . چې هر مرکز يې ديو سلو اتيا بسترو  په لرلو سره  روږدي کسان  په اتو دورو کې  تداوي کوي .
دغه راز ده ټينګار وکړ په هغه صورت کې چې اړونده وزارتونه  ددغه وزارت  پاليسي  عملي نه کړي  په دې لاره کې  برياليتوب به ناشوني  وي .
دغه راز دعامې روغتيا وزارت دپاليسي معين  ډاکتر احمد جان نعيم په هيوادکې دروږديتوب  عامل بې وزلي ، بيسوادي  ،  وزګارتيا اودامنيت  نشتوالي وباله او زياته يې کړه  که چيرې دکار زمينې برابره نه شي او دبې وزلي دله منځه وړلو او دامنيت  دتامينولو په مقصد هلې ځلې ونه شي دنشه يي توکو دکرکيلي او قاچاقومخنيوي او په هغو دروږديتوب  له منځه وړل به لري وي .
ده زياته کړه،  په  ٢٠١١ کال کې په هيواد کې  دروږدوکسانو ددرملنې په خاطر اته سوه پنځوس  بسترې  موجودې وې . چې دغه شمير نن دوه زره بسترو ته  لوړ شوي دي  .
دعامې روغتيا وزارت معين  دروږدوکسانوشمير ديو مليون تنو په شاوخواکې وباله او زياته يې کړه  چې دهغوى ددرملنې په مقصد  کافي بودجه نشته اوپه دې برخه کې يې  دملي شورا  دهمکارۍ غوښتنه وکړه .
دغونډې په جمع بندي کې وويل شول چې حکومت په تيرو يوولسو کلونوکې په دې نه دى بريالي شوى چې له مشخصې پاليسۍ  سره سم او له نورو ارګانونوسره  په همغږۍ  کې عمل وکړي او بايد دکورنيو چارو ، عامې روغتيا ،  له نشه يي توکو سره دمبارزې  ، حج او اوقافو اوداطلاعاتواو فرهنګ  دوزارتونو په ګډون  نور ارګانونه  اوپه ملي شورا کې دخلکو استازي  لازم  تدبيرونه ونيسي  اوهم دې  اړونده مسوولين  په خپلو پاليسيو کې بيا کتنه وکړي .
دغه راز  دکابل ښار  د بي بي سارا دنجونو دليسې يو شمير زده کوونکو او استادانو  دمشرانوجرګې  داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست  له روزنيزو  پروګرامونوسره سم  دمشرانو جرګې  له رييس  فضل هادي مسلميار سره  په داسې حال کې چې سناتور  محمديوسف  تخاري  هم حاضر و ، وکتل .
  په ګتنه کې  هغوى دکانکور دازموينو ،  په ښوونځيوکې  داستادانو دکمښت  ،  دروزنيزوکورسونودکمښت ، او دځينو نورو مسئلو په باب  خپل وړانديزونه طرحه کړل .
دمشرانوجرګې رييس  دزده کوونکو استعداد دستاينې وړ وباله  اودخبرو په ترڅ کې يې  دعلم په زده کړې باندې ټينګار وکړ اوژمنه يې وکړه چې  وړانديزونو ته به يې  پاملرنه  وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته