سیاست

جمهوررئیس غني په کابل کې سېلاب ځپلې سیمې وکتلې

کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ٢٧
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د کابل سېلاب ځپلې سيمې وکتلې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
جمهوررئیس د کابل ښار پنځمې ناحیې قلعه واحد سیمې ته ورغی اوله سېلاب ځپلو سره په کتنه کې یې د هغوی د وضعیت پوښتنه وکړه.
په پیل کې انجنیر شاه محمود او انجنیر حنیف د کابل ښار د پنځمې او شپږمې ناحیې د خلکو په استازیتوب سیمې ته د جمهوررئیس ورتګ څخه په مننې وویل، په دغوناحیو کې ډېر  کورونه د سېلاب له خطر سره مخامخ دي او د دغې سیمې له خلکو سره د بیړنۍ مرستو غوښتنه یې وکړه. د یادې سیمې خلکو د فرعي سرکونو، کوڅو او لښتیو او د سېلاب مسیرونو د جوړولو په اړه خپل وړاندیزونه هم له جمهوررئیس سره شریک کړل.
جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د سېلاب د مخنیوي لپاره ترتیبات نیول کېږي او د کابل سیند غاړې له غصب څخه تصفیه کېږي، ځکه د سیند حریم ملت پورې مربوط دی.
جمهوررئیس د پایتخت زون ادارې او کابل ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه چې د زیانمنو شویو سیمو بیړنۍ سروې دې وکړي او دغه راز د کابل والي ته یې امر وکړ چې ډيرژر د زیانمنو شویو کسانو نوملړ ترتیب کړي چې بیړنۍ مرستې ورسره وشي. فضل واحد   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته