کابل باختردکب دمياشتې ٩ :
د شهيدانو، معلولينو کار اوټولنيزو چارو وزارت پنځه سوه سلو تنو ته دحرفوي زده کړو زمينه برابره کړه.
په همدې مقصد ددغه وزارت د وزيرې آمنې افضلي او د روشن براى افغانستان او د افغان _ بلجيم د پيوستون د موسسو د مسوولينو ترمنځ د شپاړلسو مليونو افغانيو په ارزښت يو تړون لاسليک شو.
دباخترآژانس دخبرله مخې: د تړون د لاسليک کولو په مراسموکې چې د عامې روغتيا د وزارت معينه ناجيه طارق، له نشه يي توکو سره د مبارزې دچارو وزارت معين هارون رشيد شيرزاد او دځينو همکارو موسسو ګډون کړي و؛ د شهيدانو، معلولينوو کار اوټولنيزو چارو وزيرې آمنې افضلي د بازار د اړتيا له مخې دکاري لازمو مهارتونو نشتوالې په هيوادکې د وزګارتيا اساسي ستونزه وبلله او ويې ويل چې دغه وزارت د موسسو د مرستو په جلبولو سره هلې ځلې کوي چې په ټول هيواد کې دحرفوي زده کړو زمينه برابره کړي .
د ميرمن افضلي دڅرګندونوله مخې: ټاکل شوې ده، ددغو پروژو په تطبيق سره دغه موسسې درې سوه شل تنه د موټرو ، بايسکل او موبايلو د ترميمولو او دغالۍ اوبدلو، خياطى اوګلدوزى په څانګوکې دنهو مياشتو لپاره اودغه راز هغه کسان چې په نشه يي توکو له روږديتوب وروسته ښه شوي دي؛ په دغو څانګوکې د يوکال لپاره روزي .
د تړون د لاسليک کولو په بهيرکې دعامې روغتيا او له نشه يي توکوسره د مبارزې د چارو د وزارتونو معينانو او د تطبيقوونکو موسسو مسوولينو هم د موضوع په باب خبرې وکړې او په هيوادکې د وزګارتيا دکمښت په لاره کې د حرفوي زده کړې ارزښتناکې وبللې .
0 1 دقیقه لوستل