ټولنه

په غزني کې دسيلاو دراوتلو له امله داوبو ديوبند اوداستوګنې دلسګونو کورونو ويجاړيدل

غزني باختردثور دمياشتي  ٦ :

په غزني ولايت کې سيلاونو داوبويوبند اوداستوګنې په لسګونو کورونه ويجاړکړل.

دغه سيلاونه  له دوو شپو را په دي خوا دوام لري او دناور ولسوالۍ په مربوطاتوکې يي داوکک داوبوبند اوپه لسګونو کورونه ويجاړ کړي دي.

په رارسيدلوخبرونوکې ويل شوي دي چې ددغه سيلاو له امله په سلګونو کورنيو ښوونځيو اوجوماتونو ته پناه وړي اويا بي ځايه شوي دي .

تراوسه پورې ددغه سيلاو له امله دسردزيانونو اندازه نه ده معلومه.

دسيمې اوسيدونکي وايي په داسي حال کې چې دغه راز سخت سيلاو دوام لري دولت تراوسه پورې دخلکو دژغورنې اومصيبت ځپلوته دمرستي په مقصد کوم کار نه دي کړي.

دغزني ولايت له طبيعي پيښوسره دمبارزې  داداري مسوول حفيظ الله کوهستاني باختراژانس ته وويل  چې  دوي دامنيتي ځواکونو له لاري هغو خلکو ته چې کورونه يې دسيلاو په تګلوري کې دي لارښوونه کړې ده  چې دسردزيان دمخنيوي په مقصد له خپلو کورونو څخه ووځي .

ده تائيدکړه چې دغه سيلاو تراوسه پوري داوکک داوبو بند اوداستوګنې په لسګونو کورونه اودخلکو په سلګونو جريبه زراعتي ځمکي ويجاړي کړي دي.

دکوهستاني دڅرگندونوله مخې  د ژغورنې اومرستي ټيمونه نن سهار له مصيبت ځپلو سره  دمرستي په مقصد  ناورولسوالۍ  ته استول  کيږي .

په همدي حال کې دسيمې اوسيدونکي دمرستندويو مرکزونو له خوا دسملاسي مرستو غوښتنه کوي.

استوګنځي ، خوراکي توکي ، درمل اوجامي ددغو سيلاو ځپلو مهمې اړتياوي بلل شوي دي.

داوکک داوبو بند چې ويل کيږي ددغه سيلاو له امله ويجاړشوي دي درې کاله مخکې دملي پيوستون دپروګرام له خوا جوړشوي  و.

داپه داسي حال کې ده چې ديوې اوونۍ په بهيرکې سيلاونو دغزني ولايت په ځينو نوروسيمو کې هم خلکو ته تاوانونه اړولي دي او دغه سيلاونه ددې سبب شوي  دي چې په سلګونو کورنۍ له خپلو کورونو څخه ووځي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته