امنیت

اته پنځوس تنه بنديان آزاد شول

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٣
دوه ويشت تنه بنديان نن د بادغيس ولايت له جيل څخه آزاد شول.
دغه بنديان د هيواد د جمهور رييس دهغه فرمان له مخې له جيل څخه آزاد شول چې په هيوادکې د اسلامي انقلاب د برياليتوب د دوه ويشتمې کاليزې په مناسبت صادر شوى و.
د بادغيس ولايت د استيناف څارنوالۍ رييس څارنپوه خان محمدنور د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه بنديان د موظف کميسيون له خوا د دوى د دوسيو له څيړنې وروسته آزاد شول.
د استيناف د څارنوالۍ رييس وويل : په آزادو شويوکسانوکې يوه ښځه هم شامله ده.
ده وويل : ددغه فرمان له مخې په بادغيس ولايت کې د ديارلسو تنو نورو بنديانو د بند په پاتې په موده کې هم تخفيف راغلى دى.
ديوبل خبرله مخې: دجمهور رييس دهغه فرمان له مخې چې په هيواد کې داسلامي انقلاب دبرياليتوب دکاليزې په مناسبت صادر شوى و؛ نن د سرپل ولايت له جيل څخه شپږ ديرش تنه بنديان آزاد شول.
دسرپل ولايت د استيناف څارنوالۍ رييس عليم خان حليم دباختر آژانس خبريال ته وويل: د آزادو شويوکسانو له جملې څخه څلور تنه يې ښځې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته