نړۍ

داروپا داتحاديې دبيړنۍ غونډې په درشل کې دفرانسې دجمهورريس او دالمان دصدراعظمې ټيلفوني خبرې .

پاريس  باختر د وږي  درې ويشتمه :
  دلوپوئن ورځپاڼې وليکل چې  داروپا دمشرانو دبيړنۍ غونډې په درشل  فرانسوا اولاند او انګلا مرکل په ټيلفوني خبرو کې  دپناه غوښتوونکو حالت وڅيړه او موافقه  يې وکړه چې دواړه هيوادونه داروپا داتحاديې په بيړني غونډه کې ګډه وينا وړاندې کړي 
داروپا داتحاديې د ٢٨ هيوادونو وزيران نن په بروکسل   کې راغونډيږي  چې اروپا ته دپناه غوښتوونکو  دورځ په ورځ زياتيدونکي بحران او دپولو دکنټرول په باب خبرې وکړي
دفرانسې خبري آژانس  هم خبر ورکړ. لوکزامبورک چې داروپا داتحاديې نوبتي  مشرتوب په غاړه لري په يوه وينا کې اعلام وکړچې په دې وروستيو وختوکې  داروپا اتحاديې په دننه او له پولو بهر  دمهاجرت حالات په بې ساري ډول پراختيا موندلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته