ټولنه

په کندزکې سبا د بريښنا د ستنې د جوړولو کار بشپړيږي

کابل باختر دوږي دمياشتې پنځمه نيټه  :
د تاجکستان د وارداتي بريښنا د ستنې د ترميمولو او بيا جوړولو کار سبا د کندز ولايت په پل الچين کې بشپـړيږي.
د باختر آژانس د خبرله مخې :
دغه ستنه څلور ورځې مخکې د وسله والوطالبانو له خوا ويجاړه شوې وه او د بريښنا بهير يې دريدلى و چې د تاجکستان بريښنا د پروان، کاپيسا، ميدان وردګو او کابل ولايتونو ته ليږدوي .
د بريښنا د مسوولينو د څرګندونوله مخې: د دغې ستنې په بشپړې جوړولو سره دغو ولايتونو ته نه يوازې د بريښنا بهير تامينيږي، بلکې په کابل کې د بريښنا پراچاوۍ هم کميږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته