ټولنه

ددوه زره مترو په اوږدوالي په هرات کې ديو کانال دجوړولو کار پيل شو .

کابل باختر دچنګاښ دويمه :
د دوه زره مترو په اوږدوالي دهرات په مرکز کې  ديوه کانال  دجوړولو کار پيل شو .
دغه پروژه چې له مستوفيت څخه  پيل او دتخت صفرپورې به دوام وکړي  دڅلور سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي .
ددغې پروژې دکار په بشپړېدو سره دلومړۍ ، شپږمې  او اتمې ناحيې دشل زره کورنيو محيطي  ستونزې لرې کېږي
دهرات والي عبدالقيوم رحيمي دښاروالۍ دادارې  او ددغې ادارې دکارکوونکو هلې ځلې وستايلې او ددغه شان بنسټيزو پروژو تطبيق يې دښاريانو دستونزو دکمښت ګټوروباله .
دهرات ښاروال غلام حضرت مشفق وويل چې دښاروالۍ اداره دښار داساسي اړتياوو پوره کولولپاره بنسټيز کارونه کوي .
ښاغلي مشفق ددغه ټکي  په بيانولو سره وويل دغه پروژې  به زياتې ستونزې حل کړي لکه دسېلاونو زيانونه او زياته يې کړه چې دښاروالۍ اداره په دقيقه توګه دهبيتات موسسې له تخنيکي ټيم سره يوځاى ددغو پروژو دکار بهير څاري
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته