امنیت

د طالبانو يو جګپوړى قوماندان په تخار کې وژل کيدل

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٠ :
په تخار ولايت کې دوسله والو طالبانو يو جګپوړى قوماندان ووژل شو.
په دغه  قوماندان نن سهارپه خواجه بهاوالدين  ولسوالۍ کې  د پوځيانو له        خوا  پرې  بريد وشو او ووژل شو.
دتخار ولايت يوه امنيتي خبرځاى  باخترآژانس ته وويل ؛ دوسله والو طالبانو دغه  جګپوړى قوماندان  دخواجه بهاوالدين ولسوالۍ بازار ته څيرمه کله  چې ديولړتروريستي او ډاراچوونکو فعاليتونو په ترسره کولو  بوخت و د پوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې.
درارسيدلو خبرونو له مخې ؛ امنيتي  ځواکونه مخکې ددغه قوماندان  دتګ او راتګ له لارې څخه خبرترلاسه کړى وچې دپوځيانو په يوه کمين کې ووژل شو.  ويل کيږي په دې نښته کې سرتيرو اودسيمې اوسيدونکوته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته