امنیت

په سوزمه قلعه کې عمليات دوام لري.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٠
١٧ تنه وسله وال طالبان پرون په سرپل ولايت کې د بهار اميد دعملياتو په بهير کې ووژل شول.
دغه عمليات درې ورځې مخکې دګډو امنيتي ځواکونو له خوا دسرپل ولايت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې پيل شوي دي چې د ١٧ تنو وسله والو طالبانو په وژل کيدو سربيره ٤٠ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو درستيزوال بريد جنرال عبدالروف دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه پوځي عمليات ددغې ولسوالۍ په بيل بغلي ،چهارک تنزيل ،ګورکاب او د دره پايان په سيمو کې پيل شوي دي.
خو طالبان د کته قلعه او قراق ملک په ګډون د سوزمه قلعه ولسوالۍ په ځينو برخو کې نفوذ لري.
يوه اړونده خبرځاى وويل په دغو عملياتو کې دملي اردو يو سرتيرى ټپي شوى دى خو ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى او دغه عمليات به دوسله والو طالبانو له شتون څخه ددغې ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې دوام وکړي .
دسوزمه قلعه يو اوسيدونکى وايي موږ په خپلو امنيتي ځواکونو باور لرو . او دهغوى ملاتړ کوو . خو زموږ انديښنه داده چې دولت زموږ دامنيتي ځواکونو ملاتړ نه کوي ځکه طالبان له عملياتو وروسته بيرته سيمې ته راځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته