سیاست

حامد کرزي په خوست، کندز، کاپیسا او ځینې نورو ولایتونوکې وروستي تروریستي بریدونه په کلکو ټکو وغندل

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ٢٢مه
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په خوست، کندز، کاپیسا او ځینې نورو ولایتونوکې وروستي تروریستي بریدونه چې له امله یې زموږ په لسګونه هېوادوال شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول؛ د بشریت پر ضد یو لوی جنایت او د افغانستان د دښمنانو کار وباله او په کلکو ټکو یې وغندل.
د پخواني جمهور رييس مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
حامد کرزي یو ځل بیا د هر ډول بریدونو او نظامي عملیاتو د بندیز غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د سولې د مذاکراتو پرمهال باید ټول ښکېل اړخونه له بریدونو او نظامي عملیاتو څخه ډډه وکړي.
حامد کرزي همداراز د دغو غمجنو پېښو شهیدانو ته د لوی خدای(ج) له درباره د فردوس جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته يې د عاجلې روغتیا هيله وکړه. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته