امنیت

په بغلان کې څلورو جوماتونوته اور واچول شو .

کابل باختر د زمري لسمه :
دبغلان ولايت  دډنډ غوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې څلورو جوماتونو ته  اور  واچول شو .
دډنډ غوري يو تن اوسيدونکى چې دنامه له اخستلوڅخه يې ډډه  وکړه دباختر اژانس خبريال ته وويل په ډنډ غوري کې دحاجي مرزا نظر ، حاجي مير غوث الدين  جوماتونو  دکنج په کلي کې  دوو نورو جوماتونو ته دناپيژاندو کسانو له خوا اور واچول شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل  ناپيژاندو کسانو غوښتل چې دوو نورو جوماتونو هم اور واچوي خو دخلکو په مداخلې سره په دې کار بريالي نه شول او له ساحې څخه وتښتيدل .
دبغلان ولايت د حج او اوقافو  رييس مولوي عبدالرشيد مظهري  ددغې پيښې له امله  دخپګان په څرګندولو سره عاملين يې داسلام دمبين دين او دقران عظيم الشان دښمنان وبلل .
ده وويل له شک پرته په دې اور اچونه کې په لسګونو ټوکه قران عظيم الشان هم سوځيدلي دي چې عاملين يې دسترې ګناه مرتکب شول . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته