سیاستخبرونهامنیت

ملا عبدالغني برادر آخوند په کابل، بلخ او کندز کې پر ملکیانو بریدونه وغندل

کابل – د ثور ۳مه – باختر
د ریاست الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په وروستیو ورځو کې په کابل، بلخ او کندز کې پر ملکي خلکو چاودنې په کلکو ټکو غندلې دي.
د ریاست الوزرا له لومړي معاونیت په خپره شوې خبرپاڼه کې، دغه جنایتونه د هغو ترهګرو کړیو کار بلل شوی چې افغاني ټولنې پورې هېڅ ډ‌ول تړاو نه لري.
د ریاست الوزرا‌ لومړي مرستیال ملت ته ډاډ ورکړی چې د یادو پېښو عاملین به نیول کېږي او د خپلو شومو اعمالو سزا به ویني.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په همدې سلسله کې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو په ۲۴ ساعتو کې د مزار شریف د برید طراح نیولی او د قانون منګولو ته یې سپارلی دی.
دغه راز د ریاست الوزرا لومړي مرستیال له ټولو هېوادوالو غوښتنه کړې چې د افغانستان د دښمنانو په مقابل کې دې له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره لازمه همکاري وکړي او پرې نږدي چې د څلورو لسیزو وروسته د ثبات او سراسري امنیت په لاس راغلی فرصت اخلال کړي.
همدا رنګه، د ریاست الوزرا لومړي مرستیال د خپلې ژورې خواشینۍ او ډاډګيرنې مراتب د دغو زړه بوږنوونکو پېښو د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کړي او د لوی خدای (ج) له درباره یې شهیدانو ته د جنت‌الفردوس او ټپیانو ته د عاجلې شفا هیله کړې ده.
په همدې حال کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او یو شمېر لوړ رتبه چارواکو بلخ ته په سفر کې، د وړمې ورځې د قربانیانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ او ټاکل شوې ده د پېښې د هر شهید کورنۍ ته ۱۰۰ زره افغانۍ او د هر ټپي کورنۍ ته ۵۰ زره افغانۍ ورکړل شي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته