امنیت

ديارلس تنه طالبان ووژل شول

نورستان باخترلړم د مياشتې ٢٨  نيټه  :
ديارلس تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
دغه وسله وال طالبان تېره شپه د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په کامديش ولسوالۍ کې دسرتيرو د سپرلۍ په کاروان د بريد په وخت کې د پوځيانوله خوا ووژل شول.
د هېواد په ختيځ کې دپوليسو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې جګړه کې د طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته