سیاست

د ايتاليا سفير: ايتاليا له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
د هرات والي سيد فضل الله وحيدي په تيرو لسوکلونوکې دهرات ولايت دبيا جوړولو او دامنيت دتامينولوپه کارکې د ايتالوي ځواکونو ستر رول وستايه.
دهرات والي په کابل کې د ايتاليا له سفير سره په کتنه کې د لويديځ زون په ولايتونوکې د امنيت د تامينولو او دبيا جوړولو په کارکې د ايتاليا رول ټاکوونکى وباله او د دغو همکاريو د دوام غوښتنه يې وکړه .
دباخترآژانس دخبرله مخې: ښاغلي وحيدي ټينګار وکړ چې د هرات خلک به  هيڅکله د ايتاليا همکاري هيرې نه کړي.
په مقابل کې په کابل کې د ايتاليا سفير اين پيزوتي د هرات ولايت ته دخپل سفر اصلي هدف له سيمه ئيزو مقاماتو او له ايتالوي پوځيانو سره کتنه ده چې دلويديځ زون د آيساف په قرارګاه کې ديره دي؛ وباله او تينګار يې وکړ چې د ايتاليا دولت به هم  د پخوا په شان خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
سره له دې چې ويل کيږي د ايتاليا پي آر ټي به په راتلوونکو ورځوکې په هرات ولايت کې خپل فعاليت  په رسمي ډول پاى ته ورسوي؛ خو د ايتاليا سفير اوددغه هيواد جګپوړو مسوولينو  اعلام کړى دى چې د هرات ولايت له مسوولينو او خلکو سره به  خپلو مرستو ته دپخوا په شان دوام ورکړي .
په کابل کې د ايتاليا سفير په داسې حال کې هرات ته سفر کوي چې نږدې يوه مياشت مخکې د دريو پراختيايي طرحو قرارداد چې د ايتاليا هيواد له خوا په هرات کې اجرا کيږي؛  لاسليک شو .
د ايتاليا هيواد چې په تيرو اوو کلونوکې په هرات ولايت کې د پي آر ټي مسووليت  په غاړه درلود؛ کال په کال ددغه ولايت په پراختيايي او دبيا جوړولو په طرحوکې سل مليونه امريکايي ډالره لګولي دي.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د ايتاليا سفير د سوداګرۍ او صنايعو د خونو له رييسه هيئت سره په کتنه کې د تجارتي اړيکو د ودې او پراختيا په خاطر دخپل هيواد دعلاقمندۍ خبر ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته