اقتصاد

تبصره :

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٠ :
د افغانستان زعفران دريم ځل لپاره په نړۍ  کې ډير ښه زعفران وپيژندل شول.
دباخترآژانس مفسر ليکي :
درارسيدلو خبرونوله مخې : په بروکسل کې دخونداوکيفيت نړيوال انستيتوت
دنړۍ  له بيلابيلو هېوادونو څخه  ددرې ګونو زعفرانو ترمنځ ، دافغانستان زعفران ډير ښه  زعفران انتخاب کړي دي.
دا په هېواد کې  هغوکروند ګرو ته ډير ښه خبر دى  چې دهېواد په بيلابيلو سيمو کې  دزعفرانو په کرکيلې لاس پورې کوي.
دکارپوهانو په باورافغانستان دښې اوبو  او هوا دلرلو په علت دزعفرانو دکرکيلې لپاره مناسب دى. که چېرې په فني ډول ددغه بوټې په  کرکيلې لاس پورې شي ، په هېواد کې ددغه بوټې حاصلات زياتوالى مومي. خو په  هېواد کې  ددغه صنعت دودې په لاره کې  دافغانستان دحکومت په تيره بيا دکرنې او اوبولګولو وزارت اقدامات په دې برخه کې غلط اټکلونه  پاى ته رسوي.
حکومت په هېواد کې  دزعفرانو دحاصلاتو  دزياتوالې لپاره  دفني او تخنيکي څيړنوپه محور کې  دزعفرانو دانکشاف دملاتړ ملي کميټه  جوړه کړې ده  او  ددغه بنسټ   غړو  دزعفرانو دصنعت د ودې اوپراختيا موضوع وڅيړله او  په لومړۍ غونډه کې يې ديوه ځانګړى طرزالعمل  په باب  خبرې وکړې.
دزعفرانو دملاتړ ملي  کميټې  په خپلو غونډو کې ددغې موضوع دبيلابيلو
اړخونو په څيړنې لاس پورې کړ  اودکميټې هر ساحل بنسټ ته يې  له برابر شوي   طرزالعمل سره سم مشخصه دنده وسپارله .
دکرنې او اوبولګولو وزارت  په هېواد کې دزعفرانو دکرکيلې په اهميت په پوهيدو سره   دکليوالي کورنيو داقتصاد ودې  دانګيزې په لاره کې  اغيزمن  اقدامات ترسره کړي  دي.
ددغه وزارت  دپرمختيايي پروګرامونوله مخې دى  چې دزعفرانو کرکيلې دهېواد له  څو ولايتونو څخه   ټولو ولايتونو ته لاره پرانستې ده  اوپه زياترو  مواردو کې په بيلابيلو ولايتونو کې کروندګر اوبزګران دې ته  حاضر شوي دي  چې دزعفرانوپه کرکيلې لاس پورې کړي.
د کرنې او اوبولګولو وزارت ددغه بوټې دکرکيلې په فصل کې دزعفرانو کافي اندازه پياز په بيلابيلو ولايتونو کې په  کروندګرو وويشل .
دغه وزارت په پام کې  لري چې په  نږدې راتلوونکې کې دزعفرانو کرکيله په ټول هېواد کې پراخه کړي.
په هر حال دنړۍ  دډيرو ښو زعفرانوپه توګه دافغانستان دزعفرانو انتخاب هم په
هېواد کې  ددغه بوټې   دکرکيلې دپراختيا لپاره فرصت برابروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته