روغتیا

په بدخشان کې د نويو زيږيدلوماشومانو د ثبت په بهيرکې پر همغږى باندې ټينګار وشو

فيض آباد/ باختر د زمري لومړي :
په بدخشان ولايت کې د نويو ماشومانو دث بت د بهير د همغږي  کولو لپاره يوه غونډه جوړه شوه .
  د بدخشان ولايت د وګړو د احوالو د ثبت آمر حبيب الرحمن باختر آژانس ته وويل چې د نويو زيږيدلوماشومانو د ثبت بهير د دغه ولايت د وګړو د احوالو د ثبت د آمريت له خوا د يونيسف د دفتر په مالي همکارۍ د بدخشان ولايت د حج او اوقافو، عامې روغتيا او د اطلاعاتو او فرهنګ له رياستونو سره په همغږۍ  پيل شوى دى .
ده زياته کړه چې په کليو او بانډوکې د نويو زيږيدلو ماشومانو  ثبت په حقيقت کې زموږ د ملي هويت څرګندوى دى چې د نويو زيږيدلو ماشومانو په ثبت سره به د هغوى شمېر کره او دقيق شي او هم د تابعيت د تذکرې په اخستلوکې د وخت د ضايع کيدو مخه نيول کيږي .
ده له عالمانو، د دولتي ادارو له چارواکو او ولسوالانو څخه وغوښتل چې په دې ملي بهيرکې دې له دغه آمريت سره مرسته او همکاري وکړي او د زيږنونو د ثبت د ښېګڼو په وړاندې د خلکو ذهنيت روښانه کړي .
د بدخشان ولايت د حج او اوقافو رياست استازي مولوي زين الدين او د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ ملکي مرستيال جمال الدين جاهد له دغه پروګرام سره خپل ملاتړ څرګند کړ او د همکارۍ ژمنه يې وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته