کابلباختردسنبلي٢٥
څلويښت توغندي چې د ډيورنډ له کرښې اخوا توغول شوي وو ، د کونړ ولايت په مربوطاتو کۍ ولګيدل .
دغه توغندي د تيرې شپې په بهير کې د پاکستاني ځواکونو له خوا دکونړ ولايت په نا ړې ولسوالۍ باندې وتوغول شول چې دسر زيان يې نه دى اړولى .
دکونړ والي شجاع الملک جلاله نن باخترآژانس ته وويل : چې څلويښت توغندي دناړې ولسوالۍ په اړوندو سيمو لګيدلي دي .
والي زياته کړه چې په دغو بريدونو کې دسر زيان نه دى اوښتى خومالي تاوانونه رسيدلي دي .
دکونړ د والي دڅرګندونو له مخې : د دغو راکټي بريدونو له امله يو زيات شمير کورنۍ له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړې شوې دي .
ديادوني وړ ده چې د کونړ ولايت په بيلا بيلو ولسواليو په روان کال کې دپاکستاني پوځيانو له خوا راکټي بريدونه شوي دي چې له ا له يې لسګونو تنو ته د سرزيان اوښتى دى او يو زيات شميرکورنۍ بيځايه شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل