امنیت

دکورنيو چارو وزارت وياند: دښمن ته دسردروند زيان اوښتى دى .

کابل باختر د غبرګولي دولسمه :
دکورنيو چارو وزارت وياند  صديق صديقي نن  په يوه خبري غونده کې  دهيواد په څو ولايتونوکې دملي پوليسو دځواکونو  دتروريستي ضد عملياتو دبرياليتوب خبر راکړ .
  دباختراژانس  دخبر له مخې ،  په دې غونډه کې دکورنيو چارو وزارت   وياند  دروزګان  ، ميدان وردګو ، کندز ، بغلان او دبدخشان په ولايتونوکې  چاڼيزو عملياتوته  په اشارې سره وويل  چې په دغو ټولو عملياتو کې  دملي پوليسو  ځواکونو له نورو امنيتي ځواکونوسره په همغږۍ  او همکارۍ کې دافغانستان  دخلکو  ددښمنانو په ځپلو کې  ستر برياليتوبونه ترلاسه کړي دي  او  دښمن ته يې دسردرانده زيانونه  اړولي دي .
  صديقي  په مشخص ډول په روزګان ولايت کې  پوځي عملياتو ته اشاره وکړه او څرګنده يې کړه  چې په دغو عملياتو کې  دهيواد امنيتي ځواکونو  دښمن ته  دسر درانده زيانونه اړولي دي  او دغه ولايت ته  دکورنيو چارو دوزير او دملي دفاع وزارت  دلوى درستيز له سفر او ددغه ولايت  دامنيه قوماندان  او دامنيت دامر له ټاکل کيدو وروسته  دروزګان ولايت امنيت ته  ځانګړي پاملرنه شوې ده . چې  ملموسې نتيجې يې هم  ورکړي دي .
   صديقي دغه راز  دميدان وردګو او پکتيکا  په ولايتونوکې  ددښمن  دبريدونو  ماتې ته اشاره وکړه او ويې ويل  چې په دغو دوو ولايتونوکې  دملي پوليسو  ځواکونو  وکولى شول  چې  ددښمن تروريستي بريدونه  دسر په کمو زيانونوسره  وځپي .
  دکورنيو چارو وزارت وياند  له جنايي جرمونوسره  دمبارزې په برخه کې دملي پوليسو  برياليتوبونو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې په څو وروستيو ورځو کې  پوليسو په کابل کې په سلګونه تنه  دجنايي جرمونو  د ترسره کولو په اړوند نيولي دي او له دې جملې څخه  پرون  دنشه يي توکو  دوه تنه مهم  او مشهور قاچاق وړونکي په کابل کې نيولي دي  چې  دقاچاق وړونکو په فهرست کې  دپوليسو  تر څارنې لاندې و .
  له توروښيښو څخه دموټرودپاکولو دپروګرام عملي کول  هغه نورې موضوعګانې وې  چې دکورنيو چارو وزارت وياند په خپلې  نننۍ  خبري غونډه کې ورته اشاره وکړه  او زياته يې کړه  چې ددغه پروګرام په بهير کې  دسلګونو  موټرو  تورې ښيښې پاکې شوي دي  اوپه سلګونو  نور موټرونه  دقانوني سندونو دنه لرلو په دليل له تګ راتګ څخه منع کړى شوي دي .
ده له خلکو او په تيره بيا دتوروښيښو  دموټرو له خاوندانو څخه وغوښتل چې  داحتمالي جرمونو  درامنځته کيدو په مخنيوي کې دې  له خپلو پوليسو سره   همکاري وکړي او اجازه ورنه کړي  چې تروريستان او جنايتکاران  دتورو ښيښو او دبي سندونو  موټرو څخه  په استفادې   سره  په ښارونوکې  په جنايت لاس پورې کړي .
  دکورنيو چارو وزارت وياند په همدې حال کې دافغانستان خلکو ته  دامنيت  دتامينولو او دقانون د تطبيق په کار کې دپوليسو دځواکونو  دځواکمني  دزياتوالي  په نسبت ډاډ ورکړ او څرګنده کړه چې دغه ځواکونه چمتو دي  دهرراز امنيتي  چلنجونو په وړاندې مقابله وکړي  او دتروريستانو او جنايتکارانو په وړاندې دخپلو خلکو دفاع وکړي .    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته