امنیت

په بګرام ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو د ځانګړو عملياتو پيل

کابل باختر د ليندى  پنځلسمه :
د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ په مربوطاتوکې نن سهار ځانګړي عمليات پيل شول چې موخه يې په دغې ولسوالۍ کې د امنيتي ګواښونو له منځه وړل دي.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو عملياتوکې چې د بګرام ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ډار اچوونکو د ګواښونو د کچې د ټيټولو په موخه نن سهار پيل شول؛  د قلعه نصرو، قلعه ګل، قلعه موسى، قلعه خواجه، قلعه وزير، دولت شاهي، پشان، قلندر خيلو او د قلعه بلندکلي د ډار اچوونکوله شتون څخه پاک شول او دغه عمليات د بګرام ولسوالۍ په نورو سيموکې دوام لري .
د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ عمليات ټيک په داسې حال کې پيليږي چې څه موده مخکې د بګرام په هوايي ډګر ځانمرګى بريد وشو  او په دغه هوايي ډګر يوځل هم توغندى وتوغول شو.
د بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو يوه ډير ستره اډه ده .
ديوبل خبر له مخې:
د ننګرهار ولايت د مومند درې ولسوالۍ د (٢٧ ويالې) په مربوطاتوکې د شاهين- ٢٤ په نامه په هغوګډو محاربوي او چاڼيزو عملياتوکې چې د جلال آباد_ تورخم په لويه لاره کې د ډاډمن امنيت د تامينولوپه موخه پرون پيل شوي و؛ تر اوسه پورې په پلان کې نيول شوي کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک او په دې ساحه کې امنيتي ګواښونه لرې شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته