کراچي- باختر د سلواغي شپږمه:
دپاکستان په کراچي ښارکې د دوو پرله پسې چاودنو له امله څه ناڅه څلور تنه ووژل شول او نولس تنه نور ټپيان شول.
د ديلي ټايمز ورځپاڼې دخبر له مخې: لومړۍ چاودنه دکراچي ښار د نظيم اباد کالوني په بخټاور سيمه کې وشوه چې له امله يې د پوليسو ديوجګپوړى مامور او د دوو تنو افسرانو په گډون څه ناڅه څلور تنه ووژل شول .
دپوليسو يوه خبرځاى وويل چې دغه چاودنې د هغو بمونو زيږنده دي چې نن سهار ځاى پرځاى شوې و.
يوه اړونده خبرځاى وويل: په داسې حال کې چې مسوول خبرځايونه له سيمې څخه دمدارکو او شواهدو په راټولولو بوخت و؛ دويمه چاودنه هم په همدې سيمه کې وشوه چې له امله د يوځيانو او د سيمې د اوسيدونکو په ګډون نولس تنه ټپيان شول.