ورزش

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د ايرلند ټيم ته ماتې ورکړه

کابل باختردوږي دمياشتې٦ نيټه :    
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د ايرلند د کرکټ په ملي ټيم بريالى شو.
د هېواد د کرکټ د ملي ټيم ورزشکارانو په لومړۍ يوه ورځنۍ ۵۰ آوريزه لوبه کې  تېره شپه کوربه ټيم ته د ٢٩ منډو په توپيرسره ماتې ورکړه .
د ايرلند د ټيم کپيتان وويل چې د راشد خان او مجيب الرحمن توپ اچونه د دوو ټيمونو ترمنځ زيات توپير رامنځته کړى دى.
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم په پنځوسو آورونوکې د ٩ تنو لوبغاړو په سوځيدو سره  ٢٢٧ منډې جوړې کړې.
د هېواد د کرکټ د ملي ټيم توپ اچوونکو راشدخان، مجيب الرحمن، آفتاب علم او نبي عيسی خيل د کوربه ټيم توپ وهوونکي تر فشار لاندې را وستل او ويې نشو کړاى چې ټاکلي هدف پوره کړي.
سيال ټيم په اتلسم آور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.
د ايرلند د کرکټ د ملي ټيم کپيتان زياته کړه: زموږ لوبه د شرم وړ وه، هيله مو درلوده  چې د دوو شل آوريزو لوبو له بايللو وروسته په دې لوبه کې د افغانستان په پرټيم بريالي شوو.
دويمه يوه ورځنۍ لوبه سبا له غرمې وروسته په دوه نيمو بجو د ايرليند  د بلفاست په لوبغالي کې ترسره کيږي.
دغه لوبه دواړو ټيمونو ته مهمه ده. که چيرې افغانستان دغه لوبه وګټي، د دغو سياليو سریزه به وګټې.
پاى ج  ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته