سیاست

د ډاکتر نجيب الله د شهادت د نولسم تلين درناوى وشو

کابل/ باختر د تلې  دمياشتې  ٥  :
د افغانستان د پخواني جمهور رئيس ډاکتر نجيب الله دشهادت د نولسم تلين نن په کابل کې درناوى وشو.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه ، په پارلمان کې د خلکو يوشمېر استازو، د سياسي ګوندونو مسوولينو او ملي شخصيتونو، ښځو او ځوانانو ګډون کړى و.
د باختر آژانس دخبرله مخې : 
په دې غونډه کې د ډاکتر نجيب الله د بنسټ رئيس شيرالله جبارخيل، د امرخيلو د قوم رئيس عتيق الله امرخيل، د افغانستان د تفاهم او د موکراسۍ ګوند رئيس احمدشاهين، د ملي  متحدګوند سرپرست مياګل خالد، د سياسي مسئلو کارپوه محمد آصف بکتاش او په پارلمان کې د خلکو استازو عبدالرحيم ايوبي او  لالي  حميدزي د ډاکتر نجيب الله د شخصيت په باب خبرې وکړې.
د ډاکتر نجيب الله د بنسټ رئيس او د دغې غونډې تنظيموونکي شيرالله جبارخيل، ډاکتر نجيب الله د ملي وحدت سمبول وباله او د سياسي ګوندنو او ډلو له مشرانو څخه يې وغوښتل چې خپل اختلافونه دې يوې خوا ته پريږدي او د ملي وحدت  او د هېواد د قومونو ترمنځ د يوبل د منلو لپاره کار وکړي.
د دغې غونډې برخه والو د ملي وحدت له حکومت څخه وغوښتل چې په کابل ښارکې د آريانا څلورلارې دې د ډاکتر نجيب الله په نامه ومونول شي او د ده نوم دې د هيواد د نورو نومياليومشرانوپه کتارکې ياد کړي.
د افغانستان پخوانى جمهوررئيس ډاکتر نجيب الله د ١٣٧٥هجري لمريزکال دتلې دمياشتې په ٥ نيټه له ورور سره يې د طالبانو له خوا دکابل ښار په آريانا څلور لارې کې په دار وځړول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته