ټولنه

په جوزجان او مزارشريف کې د ملګروملتو د دفترونو استازو د خپلوهمکاريود دوام خبرورکړ

کابل /د تلي ١٦مه /باختر
په جوزجان او مزارشريف کې د ملګروملتو د دفترونو استازو پرون د جوزجان د مشرتابه هيئت سره وکتل اود خپلو همکاريو د دوام خبرورکړ.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په دې کتنه کې د ملګروملتوسازماان د همکاريود دفترونواستازو له بېځايه شويواو اړو کورنيو سره يې د بشري مرستو په اړه خبرې وکړې اوزياته يې کړه چې دغه همکارى به د پخوا په شان دوام وکړي.
د جوزجان ولايت سرپرست مولوي ذبيح الله حسيني وويل چې د افغانستان خلک په اوسنيو شرايطوکې د دغو دفترونو مرستوته زياته اړتيا لري اوهره ورځ يوزيات شمېر اړې کورنى د مرستو د ترلاسه کولو په خاطرد ولايت مقام ته عريضې سپاري.
حسيني زياته کړه چې اسلامي امارت هيڅ مرستندوي بنسټ ته خنډ نه جوړوي او د امکان تر پولې پورې دهغوي د دفترونو د امنيت په تامينولوکې همکاري کوي.
-ج-ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا