امنیت

دوه تنه ملکي وګړي په غورماچ ولسوالۍ کې دهاوان ماين دلګيدو له امله شهيدان شول .

کابل باختردلړم يوويشتمه : دوه تنه ملکي وګړي تيره شپه دفارياب ولايت دغورماچ په ولسوالۍ کې دهاوان ماين دلګيدو له امله شهيدان شول . دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر دباختراژانس خبريال ته وويل چې دهاوان ماين دغورماچ ولسوالۍ دنغاره خانې په کلي کې داستوګنې په يوه کور ولګيده چې له امله يې ديوې کورني يوه ځوانه نجلۍ او يوسړى شهيدان او دماشومانو په ګډون پنځه تنه نور ټپيان شول . يوه اړونده خبرځاى زياته کړه: ټپيان دميمنې ښار د افغان ترک روغتون ته وليږدول شول او ددوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى . ده وويل چې تراوسه پورې ددغه هاوان دتوغولو سيمه نه ده معلومه شوې او پوليس په دې اړوند څيړنې کوي . ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته