ټولنه

داسلام قلعه په ګمرک کې دغير قانوني پيسو په اخستلو دموټرود خاوندانو انتقاد

کابل باختر د زمري  اوولسمه :
داسلام قلعه په بندر کې دموټرويوشمير خاوندانو دهرات د ولايتي شورا له رييس سره په کتنه کې دعدالت غوښتنه وکړه .
دموټرو دغو خاوندانو ادعا وکړه چې پخوا ددوى موټرونه په يوتم ځاى کې ولاړ وو او په نوبت سره له ګمرک  څخه باريدل  .  او هرات ته يې ليږدول خو اوس داسلام قلعه دګمرک دسرتيرو  له خوا دوى ته مزاحمتونه  رامنځته  شوي دي او ددوى نوبت نه رعايتيږي . اوله موټر چلوونکي څخه پيسې اخستل کيږي .
دولايتي شورا رييس دټولنې دټولو قشرونو دغوښتنو په تحقق ټينګار  وکړ او داسلام قلعه له کميسار سره يې په تيلفوني  اړيکه کې دغه موضوع طرحه کړه او له هغه څخه يې وغوښتل چې  ددغو موټر چلوونکو قانوني غوښتنو ته پاملرنه وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته