سیاست

د مشرانو جرګې په غونډه کې دتابعيت دقانون طرحه اوسولې په چاروکې ددولت وزارت دجوړيدوپه اړه تقنيني فرمان تصويب شول.

کابل/ دمرغومي ۱۵ /باختر
د مشرانوجرګې د رييس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې په نننۍ ناسته کې د تابعیت دقانون طرحه او د سولې په چارو کې  د دولت وزارت د جوړېدو په اړه د جمهوررييس تقنیني فرمان تصویب شول.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د تابعیت قانون طرحه چې د جرګې کمېسیونونو پرې بحثونه کړي وو د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون د ريیس او غړو له خوا وړاندې او د یو لړ تعدیلونو سره مل تصویب شوه او هم د سولې په چارو کې د دولت وزارت د جوړېدو په اړه ۳۳ ګڼه تقنیني فرمان د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون د ريیس او غړو له خوا مجلس ته وړاندې او د رایو په اتفاق تصویب شو.
په آزادو بحثونو کې سناتورانو وویل: د هېواد د اساسي قانون د شپاړسمې کالیزی څخه په داسې حال کې لمانځنه کېږی چې اوس یې هم یو شمېر مواد د دولت د درې ګونو قواو له خوا نقض کیږي او باید د هېواد د لوړپوړو چارواکو په ګډون ټول هېوادوال ځان د اساسي قانون پلي کېدو ته ملزم وګڼي او د اساسي قانون په پلي کېدو د څارنې کمېسیون دې د تطبیق څخه جدي او دايمي څارنه ولري.
سناتورانو د هېواد دامنیتي مسئلو په اړه هم تماس ونیوه او د ارزګان ولایت د مواصلاتي لارې د بندښت او د یاد ولایت د امنیه قوماندان له کړنو څخه د ارزګانیانو ناخوښي، په کابل او هرات کې د تښتونو، وژنو او جنایي جرمونو زیاتوالي، د کندز ولایت د امنیه قوماندانۍ د مدیریتي کمزورتیا په نسبت د یاد ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو او د بغلان ولایت مواصلاتي په لارو کې د ناامنیو څخه یې یادونه وکړه او د امنیتي سکتور له مشرتابه یې غوښتنه درلوده چې په دې برخو کې دې خپل مکلفیتونه ادا کړي.
دجرګې ځینو غړو په هېواد کې وروستي ورښتونه او واورې په نیک فال ونیول او ویې ویل،د طبیعي پېښوپه چارو کې د دولت وزارت او د کډوالو چارو وزارت مکلف دي چې په واورو کې ایسارو سیمو ته د رسیدګي ترڅنګ د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې کورنیو بیځایه شویو په خاص ډول د کابل دقمبرڅلورلارې دسيمې په کمپ کې میشتو بیځایه شویو سره چې نامناسب حالت کې ژوند کوي، سملاسي مرستې وکړي.
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم یار د بحثونوپه جمع بندۍ کې د یو شمېر ولایتونو امنیتي وضعیت په اړه ډاډ ورکړ چې شته ستونزې او اندېښنې به د جمهوررييس او د امنیت سکتور دمشرتابه سره مطرح کړي او د هېواد د وسله وال پوځ له سرښندنو څخه په یادونې سره یې له امنیتي بنسټونو وغوښتل چې د امنیت د ښه والي او د دښمن د وران کاره فعالیتونو د مهارولو لپاره سنجول شوي او منظم اقدامات وکړي.
د جرګې ريیس د اساسي قانون اوونۍ د رارسېدو له امله مبارکي وویله او د یاد قانون خوندیتوب او پلي کېدل یې اړین وګڼل او ټینګار یې درلود د هغو اشخاصو مخه دې چې بېلا بېلو کچو کې د هېواد د اساسي قانون د نقض سبب کیږي ونیول شي.
مسلم یار د کډوالو چارو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت او خیریه موسسو وغوښتل تر څو په روان ژمي کې د امکان تربریده کورنیو بیځایه شویو سره لازمې مرستې  وکړي.
د غونډې په پای کې د آسیا د پارلمانونو د ټولنې دولسمه عمومي ناسته کې دپارلماني  پلاوي د ګډون رپوټ چې ترکیې هېواد کې جوړه شوې وه د سناتورې فوزیې سادات څمکنۍ له خوا وړاندې شو.
رپوټ کې راغلي ناسته کې د افغانستان، هند، بنګله دېش،پاکستان،ایران، فلسطین، قطر، بحرین، روسیې، عراق، چین، کویټ، یمن، کمبودیا او اندونیزیا هېوادونو د پارلمانونو استازو ګډون درلود او په کې د امنیت،اقتصاد،ستراتیژیکو اړیکو، اسیایي هېوادونو ترمنځ د همکاریو، د اوبو، سولې او ټیکاو په برخوکې بحثونه وشول.
فوزیې سادات څمکنۍ زیاته کړه د دې ناستې په درشل کې دهېواد پارلماني پلاوي د ترکیې مجلس د رئیس او د چین، کویټ، پاکستان، هند او روسیې هېوادونو له پارلماني پلاویو سره په جلا جلا کتنو کې د پارلماني اړیکو د ټینګښت او همکاریو د دوام، د پارلماني دوستۍ ګروپونو د تجدید په اړه بحثونه کړي.
د پلاوي په ترکیب کې سناتوران ګلالۍ اکبري، فوزیه سادات څمکنۍ،لطیف خان ژوندی،محمد داوود غفاري او انجنیر حسیب الله کلیمزی شامل وو.
ختم – فضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته