-کابل باختر د غبرګولي اووه ويشتمه :
په هرات ولايت کې دفوټبال دغوره ليګ د تګ دسياليو په دوام پرون مازيګر دبيک بير او استقلال ټيمونو لوبه وکړه .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل، په دې لوبه کې دبيک بير ټيم دصفر په مقابل کې په يوې سره داستقلال ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ داتو غوره ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي چې په دوام يې نن مازيګر دجامي او دآمو ټيمونه لوبه کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ