امنیت

د ملي اردو د ځواکونو په عملياتوکې طالبانو ته د سر دروند زيان واوښت

کابل باختر دلړم اوولسمه :
د هيواد په بېلابېلو سيموکې د ملي اردو د ځواکونو په پرونيو ګډو عملياتوکې  يوشمېر وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات د ننګرهار ولايت د اچين، د لغمان ولايت دقرغيو ، د پکتيکا ولايت د جاني خيلو او خوشامند، د قندهار ولايت د ارغنداب، د فارياب ولايت د غورماچ ، د کندز ولايت د دشت ارچي، د تخار ولايت د خواجه غار او د غزني ولايت د ده يک د ولسواليو او ددغه ولايت د مرکز، د هلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ اودلښکرګاه ښار په مريوطانوکې ترسره شول چې له امله يي يوشمېرمخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته او د دښمن يوه اندازه وسله اومهمات په عملياتوکې د شاملو ځواکوتو لاس ته ورغلل او په لسګونه ماينونه کشف او شنډکړى شوي دي .
د دغو عملياتو په بهيرکې د ملي اردو٥ تنه سرتيري شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته