کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٢ :
يوه اندازه جنګي وسايل نن په زابل ولايت کې د يو موټر د لټونې په وخت کې کشف او ترلاسه شول .
د زابل ولايت د امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر غلام جيلاني فراهي دباختر آژانس خبريال ته وويل: د زابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو ځواکونو نن له غرمې مخکې د يو ټيلري موټر د لټونې په وخت کې چې يوه اندازه جنګي وسايل پکې ځاى پرځاى شوي و او له هرات څخه د کابل په لور روان و؛ کشف او ضبط کړ.
خبرځاى وويل چې د پوليسو ځواکونو له دغه موټرڅخه يو کلاشينکوف ، د کلاشينکوف دولس زره ګولۍ او اته شارژورونه کشف اوضبط کړي دي .
خبرځاى زياته کړه چې د پيښې په اړوند د ټيلري موټر چلوونکى نيول شوى دى.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: طالبانو غوښتل چې دغه جنګي وسايل په کابل کې د تروريستي او ورانکارنو عملونو دترسره کولو په لاره وکاروي .
1 1 دقیقه لوستل