امنیت

د هېواد په ختيځ کې اته تنه ډار اچوونکي ونيول شول

کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ٢٤ مه د هېواد په ختيځ کې اته تنه وسله وال ډار اچوونکي د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول. دغه وسله وال ډار اچوونکي تېره شپه دکونړ، لغمان ، نورستان او د ننګرهار ولايتونو په بېلابېلو برخو کې نيول شوي دي. د هېواد په ختيځ کې د پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې نيول شويو کسانو د طالبانو او داعش په ډار اچوونکو ډلو کې غړيتوب درلود. دغو وسله والو ډار اچوونکو، په لومړنيو تحقيقاتو کې د وسله والو طالبانو او داعش په ډلو کې په خپل غړيتوب او د هېواد د ختيځ په لسګونو ډار اچوونکو بريدونو کې په خپل ګډون اعتراف کړى دى. پاى ف ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته