امنیت

دوه ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١٤ :
دوه ديرش تنه ډار اچوونکي پرون د امنيتي ځواکونوله خوا په بدخشان ولايت کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د بدخشان  ولايت په راغستان ولسوالۍکې د  زړورو امنيتي منسوبينو دعملياتو په بهيرکې د دوو تنو تاجکستاني اتباعو او د وسله والو طالبانو د ډلې  د قوماندانانو مولوي عتيق الله، قاري زبير، مولوي باري، مولوي محمدي، قاري مصطفى او قاري باسط په ګډون ٣٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د ډاکتر فضل الله په نامه د بدخشان ولايت د بهارک ولسوالۍ لپاره  دنومول شوي ولسوال په ګډون ٥٠  تنه نور ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته