کابل، د غوايي ۱۰ مه، باختر
د هېواد په ختيځ تورخم کې د يو اداري او سوداګريز ښارګوتي د جوړولو کار پيل شو.
ټاکل شوې ده د دغه ښارګوټي په جوړولو سره د تورخم د دروازې ټول پلورنځي او اداري تاسيسات دغه ښارګوټي ته ولېږدول شي.
تورخم کميسارسيدغازي الله هاشمي باختراژانس ته وويل د دغه ښارګوټي په جوړولو سره د زاړه ښار ګوټي او د هغه د شاوخوا ټول اداري تاسيسات او پلورنځي دغه ښارګوټي ته لېږدول کيږي.
هغه د سوداګريزې راکړې ورکړې او پاکستان ته د مسافرو د تګ راتګ د تنظيمولو لپاره د دغه ښارګوتي جوړول ارزښتناک وباله.
د رياست الوزرا ځانګړي استازي حاجي لعل محمد د ياد ښارګوټي د بنسټ ډبرې د ايښودولو په وخت کې وويل چې اسلامي امارت هڅه کوي چې په بندرونو کې د اسانتياوو په برابرولو سره له ګاونډيو هېوادونو او نړۍ سره خپلې سوداګريزې راکړې ورکړې زياتې کړي .
\ ج