روغتیا

څه دپاسه ديرش زره سي سي وينه دسردار محمدداودخان دروغتون بانک ته ورکړاى شوه

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ١٥ :
ديرش زره اووه سوه  پنځوس سي سي وينه چې د جوزجان ولايت دځوانانو دغورځنګ له خوا  دوروستيو ډار اچوونکو  پيښو  اود جګړې له امله  ټپيانو ته  ورکړاى شوې وه ، دجمهوري رياست  دلومړي معاونيت دروغتيايي چارو دسلاکار ډاکتر صلاح الدين برهاني  له خوا  دشهيد سردار محمدداود ر وغتون دوينې بانک ته وسپار ل شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دجمهوري رياست لومړي معاونيت دروغتيايي چارو سلاکار ډاکتر صلاح الدين برهاني دشهيد سردار محمد داود ر وغتون  دوينې بانک ته  ددغې وينې دسپارلو په وخت کې  يادونه وکړه  چې دغه وينه   دجوزجان اوفارياب دولايتونوله خلکو څخه  دجمهوري رياست دلومړي مرستيال سترجنرال عبدالرشيد دوستم دبلنې په لړ کې   دجوزجان ديوشمير ځوانانو له خوا ورکړاى شوې ده چې درې سوه کڅوړې  کيږي .
ددغې وينې دورکولو په وخت کې  دشهيد سردار محمدداود روغتون دوينې دبانک مرستيال  دجوزجان ولايت دځوانانو دغورځنګ دښه احساس له امله دمننې په ترڅ کې وويل : چې له دغې وينې څخه  په هغو  اړو کسانو ويشل کيږي   چې دهېواد له دښمنانوسره  په مبارزه کې او يا دځانمرگو بريدنوله امله  ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته