امنیت

د نشه يي توکو قاچاق وړونکى ونيول شو

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٤
د کاپيسا ولايت پوليسو نن د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى ونيوه .
د کاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون آمر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه سړى د هيروينو له اووه ديرشو بوريو پوډرو سره د نجراب په ولسوالۍ کې نن د پلورلو او پيرودلو په وخت کې د پوليسو له خوا ونيول شو.
ويل کيږي: نيول شوي سړي په لومړنيو تحقيقاتوکې په خپل جرم اعتراف کړى او وايي چې له زياتې مودې راپه دې خوا په روږدوکسانو پوډر پلوري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته