امنیت

دولتي ځواکونه په کندز ښارکې دپرمختګ په حال کې دي .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٧
دملي دفاع وزارت مقامات وايي چې له ډار اچوونکو څخه دکندز ښار دبيا ترلاسه کولو په مقصد عمليات پيل شوي دي .
دملي دفاع وزارت نن ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې له کندز ښار څخه دوسله والو مخالفينو د شړلو او ځپلو په مقصد عمليات له نن سهار څخه پيل شوي دي او ښار له څلورو استقامتونو څخه دامنيتي ځواکونو په کلابندۍ کې دى .
په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي دي چې هوسا او کوومکي ځواکونه کندز ته رسيدلي دي او عمليات له پروګرام سره سم او په منظم ډول دپراختيا په حال کې دي دملي دفاع وزارت مقامات وايي چې دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ او دجيل ودانۍ د الچين دپله ساحه ، سره دوره او دکندز ښار يو زيات شمير نورې سيمې دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي .
په همدې حال کې دکندز ولايت دپوليسو خبرځايونه وايي چې دکندز ښار په ځينو سيمو کې عمليات دوام لري او دامنيتي ځواکونو يوه اندازه تجهيزات او وسايل چې پرون دتروريستانو لاس ته ورغلي وو بيرته دپوليسو له خوا راټول کړى شوي دي
په دغو وسايلو کې درې رنجر موټرونه هم شامل دي ديادونې وړ ده چې په افغانستان کې ميشت نړيوال ځواکونه دهوا له لارې دافغان دولتي ځواکونو ملاتړ کوي . جزييات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته