ټولنه

په لغمان کې درې ځنګولونه سوځيدلي دي

کابل / د زمري ۱۱ مه / باختر
په هېواد کې روانو جګړو زرګونه انسانان له بېلابېلو ستنونزو او مشکلاتو سره مخ کړي او چاپيريال يې له هر اړخه اغېزمن کړی دی.
د لغمان د چاپيريال ساتنې رییس احمد جاويد نور د باختر اژآنس خبريال سره په يوه مرکه کې وویل چې جنګونه نه یوازې اقتصادي، فرهنګي، کلتوري او اجتماعي بنسټونه زيانمنوي، بلکې د چابيريال بنسټونه هم له منځه وړي، چاپيريال تخريبوي، غږيزه ککړتيا رامنځ ته کوي او د چابيريال ټولې خواوې زیانمنې کوي.
هغه وويل چې د وروستيو جګړو له امله په اليشنګ او الينګار کې درې ځنګلونو اور اخيستی چې چاپيريال او خلکو ته په کې ډير زيانونه اوښتي دي.
نور زیاته کړه چې د الينګار په تګ (سالاب) او د اليشنګ په شمکټ سيمو کې دغه ځنګلونه موجود و چې د امنيتي ستونزو له امله د دوی لاس رسی ورته نه دی شوی او د څارنې ډله هم نه ده توانيدلې چې دغه سیمې وګوري.
نور وايي چې ځنګولونه د انسانانو، حيواناتو او مرغانو لپاره ګټور ځايونه دي، ځنګلونه هوا پاکوي، د حيواناتو د سرپناه ښه ځايونه دي او د مرغانو لپاره ښه کورونه دي، خلک د ځنګلونو له لرګيو او نورو مهمو برخو څخه ګټه اخلي؛ خو جګړو له موږ څخه دا ګټې اخيستي دي.
په ورته وخت کې ډاکټر صفيح الله وايي چې د چاپيريالي زيانونو سره سره جګړو خلکو ته تنفسي، قلبي او رواني ستونزې پيدا کړي دي.
هغه وايي چې د باروتو استعمال نه یوازې دا چې چاپیریال ککړوي؛ بلکې خلک يې هم پر ناروغيو اخته کړي دي.
د هغه په وينا دغه بحران په راتلوونکو کلونو کې زموږ پر انساني او حيواني نسل ډيره بده اغېزه کوي، شايد په راتلوونکي کې زموږ ټول خلک په رواني، قلبي او تنفسي ناروغيو اخته اوسي چې دا يو لوی خطر دی. په وينا یې اوس وخت کې د ټولو ناروغيو د زياتېدو يواځينی لامل جګړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې له تېرو څو لسيزو راهيسې جګړې روانې دي او په دې وروستيو کې د جګړو د زياتوالي له امله د چاپيريال د تخريب سره جوخت خلکو ته ډېر مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته