اقتصاد

دقلعه نو په يوه تجارتي ساحه کې اورلګيدنې مالي تاوانونه واړول

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٤ :

دبادغيس ولايت دمرکزقلعه نوښار په يو تجارتي مارکيټ کې  اورلګيدنه  دمالي تاوانونو  داوښتو سبب شوه .

باختراژانس دبادغيس دوالي ويندوى شرف  الدين مجيدي له خولې خبرراکړ چې دغه پيښه  دتيرې شپې ددوو بجو په شاوخوا کې دقلعه نو په ګنج بازارکې رامنځته شوه چې له امله يې دخوراکي توکو اودتجارتي مالونوپه ګډون څلويښت کانتينره توکي وسوځيدل .

لومړني څيړنې ښيي  چې په دې پيښه کې دبادغيس سوداګرو ته دڅه دپاسه پنځوسو مليونو افغانيو په ارزښت تاوان رسيدلى دى.

لګيدلي اور له دريو ساعتونو مجادلي وروسته ووژل شو.

ويل کيږي چې دبادغيس دبيارغونې ولايتي ټيم  چې هسپانوي سرتيري يې غړي دي  په اور  وژنه کې اساسي رول  لوبولي دي  سره له دې  چې  سيمه ييزو مقاماتو ددغې پيښې علت نه دى څرگند کړى  اوپه زياتو څيړنو ټينګار کوي داسې نښې نښانې شته چې  په نشه يي توکو روږدي کسان ددغې اورلګيدنې عاملين دي ځکه دګنج بازار شاوخوا ساحې په نشه يي توکو دزيات شمير روږدو کسانو دراټوليدو مرکز دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته