امنیت

په دایکنډي کې د ۱۴ وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل/باختر/ د چنګاښ ١٧مه
د هلمند د باغران ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون ۱۴ وسله وال طالبان تېره شپه په دایکنډي کې ووژل شول.
د دایکنډي د والي ویاندې سکینې احساني باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د دایکنډي په کجران ولسوالۍ کې د پوځیانو په عملیاتوکې ووژل شول.
احساني زیاته کړه چې په پېښو کې ۱۵ نور وسله وال طالبان ټپیان شول.
د دایکنډي د والي ویاندې وويل چې په پېښوکې درې امنیتي منسوبین شهیدان او ۹ نور سرتیري ټپیان شول.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته