فرهنګ

حامد کرزي له شيعه عالمانو سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د هېواد د شیعه عالمانو په ګډون د افغانستان د عالمانو د شورا له یو شمېر غړو سره وکتل.

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دجمهور رييس  دويندوى  دمعلوماتو له مخې

په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې تر سره شوه، د نورو په استازیتوب مولوی صاحب غفاري خبرې وکړې، د محرم الحرام د میاشتې د ښې لمانځنې او دماتم  د مراسمو د غوره تر سره کېدو په اړه یې وویل چې په دې اړوند د هېواد د شیعه عالمانو د شورا له خوا یو لارښود جوړ شوی دی چې په هغه کې د نظم او ښې هماهنګۍ  مراعاتول او د عالمانو په ویناوو کې د اسلامي اخوت پیاوړتیا په پام  کې نیول شوې ده.

د شیعه د عالمانو استازو په تېرو کلونو کې په ډاډمنه فضا کې د عاشورا د مراسمو د ترسره کېدو له امله خوښي څرګنده کړه، د هېواد له جمهور رئیس څخه يي وغوښتل چې د روان کال ددې مراسمو د ښه تر سره کېدو په موخه د افغانستان امنیتي ارګانونو ته دنده وسپاري تر چې په پوره نظم او آرامه فضا کې دغه مراسم تر سره شي.

دغه راز دیني عالمانو له ټولو  تصویري او غږیزو رسنیو څخه وغوښتل چې خپلې خپرونې دې ورځو ته په احترام او د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې عیارې کړي.

د هېواد جمهور رئیس د شیعه عالمانو د غوښتنو او وړاندیزو له اورېدو وروسته وویل چې په هېواد کې د دغې میاشتې د مراسمو د ښه ترسره کېدو اصلي لامل دادی چې د افغانستان د ملت تر منځ غوره اتحاد او اتفاق وجود لري او بل لامل  یې دا دی چې دغې لویې او مذهبي ورځې ته سیاسي رنګ نه دی ورکړل شوی.

جمهور رئیس عالمانو ته لارښوونه وکړه چې ددې مراسمو د آرامه او ډاډمنه ترسره کېدو لپاره دې له ډېر احتیاط څخه کار واخلي او له  امنیتي ارګانونو سره د ګډې همکارۍ او ورورګلوۍ په فضا کې ددغه  مراسم تر سره کړي.

د یادونې وړ ده چې د لازمو امنیتي تدبیرونو په موخه د کورنیو چارو د وزیر په  مشرۍ لاندې یو کمیسیون  چې په هغه کې د ملي دفاع وزارت، د ملي امنیت ریاست او د شیعه او سني یو شمېر عالمان ګډون لري، دنده لري تر څو د عاشورا د مراسمو د غوره ترسره کېدو په موخه د امنیتي تدبیرونو لپاره اړین اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته