فرهنګ

حسينه ساپۍ: د هېواد تاريخي آبداتو ته پاملرنه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لومړيتوبونو څخه ده

کابل/ باختر/د وري دمياشتې٤ مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميم رياست د بېلابېلو برخو په کتنه کې د دغې ادارې کړه وړه وڅيړل.
د باختر آژانس د خبر له مخې: په دې کتنه کې په داسې حال کې چې د دغه رياست د بېلابېلو برخو آمران او کارکوونکي هم حاضر وو؛ د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميم رئيس ديپلوم انجنير مهندس عبدالاحد عباسي د دغې ادارې د کړو وړو او پروګرامونو په باره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې ته معلومات ورکړل.
دغه راز دوی په ځانګړې توګه د کار د وسايلو او لازمو امکاناتو د کمښت په لاره کې د دوى د کار د لارې پرسر يو لړ پرتې ستونزې، مالي او بودجوي ستونزې او د مسلکي کسانو په تېره بيا د دغې ادارې په ولايتي بستونوکې د مسلکي کسانو استخدام ته پاملرنه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې سره شريکه کړه او د چارو د ګړندي کولو په خاطر د تدارکاتو د آزاد بهيرغوښتنه وکړه.
هغوی په دې اړوند چې بايد د تاريخي آبداتو د ترميم پروژې هغو شرکتونو ته چې مسلکي کار کولاى شي، وسپارل شي او په يوه وخت کې د څو پروژو کار دې يوه شرکت ته ونه سپارل شي؛ هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه د پاملرنې غوښتنه وکړه .
حسينې ساپۍ د هېواد تاريخي آبداتو ته پاملرنه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له  لومړيتوبونو څخه وبلله او ويې ويل چې د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميم رياست دې  بايد خپله سروې او پروګرام د مالي سرچينو پر بنسټ تنظيم کړي چې اغېزمنې پايلې ترلاسه شي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې ټينګار وکړ چې د هېواد تاريخي آبداتو ته د لاښې رسيدګۍ په خاطر بايد د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميم رياست د تاريخي آبداتو په اړوند داسې کلي پروګرام او طرحه چمتو کړي چې د راتلوونکو اجراآتو په مقصد د حکومت  مشرتابه ته وړاندې شي .   
دغه راز حسينې ساپۍ د امکان په حدودوکې د تاريخي آبداتو د رياست د ستونزو د څيړنې په مقصد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاملرنې ډاډ ورکړ.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته