امنیت

په پکتيکا کې دسلو زرو ډالرو غلا.

کابل –باختر د غبرګولي دمياشتې ٢
په پکتيکا ولايت کې ديوې صرافي سل زره ډالره غلا شوي دي .
د رارسيدلو خبرونو له مخې : غلو په ښرنه ښارکې له يوې نانوايي څخه دصرافي دوکان ته تونل تير کړى دى او ددغې صرافي سل زره ډالره يې له ځان سره وړي دي دصداقت دصرافي خاوند صدوخان باختر آژانس ته خبر ورکړ :غلو دشپې له خوا د ده دپيسو په غلا کولو اقدام کړى دى .
ده زياته کړه :دصرافي دوکان ته څيرمه يوه نانوايي ده ، غلو له دغه نانوايي دوکان څخه بل دوکان ته صوف کندلى دى او له هغه ځاى څخه يې زما دوکان ته لاره تيره کړې ده او زما سل زره ډالره يې وړي دي .
دى په امنيتي ځواکونو په نيوکې سره وايي په داسې حال کې چې په ښارکې صرافي خوندي نه وي نو په لرې سيمو کې به څه ډول کاروبار وکړي .
دپکتيکا ولايت دامنيې قوماندانى دامنيت آمر عبدالروف مسعود باختر آژانس ته خبر ورکړ: ددغې غلا عاملين يې نيولي دي او له هغوى څخه پوښتنې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته