امنیت

په روزګان کې طالبانو ته دسردروند زيان واوښت .

کابل باختر دزمري نهه ويشتمه :
په روزګان ولايت کې دنويو نښتو له امله دوسله والو طالبانو ډلې ته دسر دروند زيان اوښتى دى .
دغه جګړې په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دروزګان ولايت په ځينو سيموکې ونښتې .
لومړي جګړه پرون ناوخته په دهراود ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
په ر وزګان ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
  ده وويل چې په دې جګړه کې  ملکي وګړو او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
ديوبل خبر له مخې  دروزګان ولايت په چارچينو ولسوالۍ کې دجګړې له امله يوولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
په دغو طالبانو تيره شپه دچارچينو ولسوالۍ لويې لارې ته څيرمه ددوى په پټنځي کې دپوځيانو له خوا بريد وشو .
په روزګان ولايت کې دسيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې اوولس تنه وسله وال طالبان دروزګان ولايت دخاص روزګان په ولسوالۍ کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
دغه جګړه نن له غرمې مخکې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې موټرسايکل  سپرو طالبانو دپوځيانو په ګزمې  بريد وکړ .
په روزګان ولايت کې دسيمه ئيزو پوليسو يوقوماندان وايي چې په دې جګړه  کې اوولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
دغه راز دروزګان ولايت په ترينکوټ ښار او دخاص روزګان ددهراود او چارچينو  په ولسواليوکې  دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو څلور ډيپوګانې کشف شوې .  ويل کيږي چې په دغو ډيپوګانو کې په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته