ټولنه

د کاپيسا ولايت په مربوطاتوکې د سړک د جوړولو کار پيل شو

کابل باختر د ليندى يو ويشتمه :
  د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د کابو دريوکيلومترو په اوږدوالي د سړک د جوړلو کار پيل شو.
د کاپيسا ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رييس حيات الله فرهنګ دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه سړک چې دوه اعشاريه شپږ اويا کيلومتره اوږدوالى لري؛ د نجراب ولسوالۍ د قاضي خيلو کلي له دره کلان سره نښلوي او دغه راز په تګلوري کې يې د ديرشو مترو په اوږدوالي يو پل هم جوړيږي.
خبرځاى وويل چې دغه سړک د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د کليوالي لارې جوړولو د پروګرام له لارې د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت له بودجې څخه د کابو پنځو مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي. 
خبرحاى زياته کړه چې د دغه سړک په جوړيدو سره د سيمې اوسيدونکو ته د ترانسپورتي اسانتياوو په برابرولو سربېره ٢٠٠٠  تنوته په دې ساحه کې د يوکال لپاره د کار زمينه برابريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته