سیاست

جمهور رييس غني : دشهيد غوري بچيان زما بچيان دي .

کابل  باختر د زمري  نهمه :
دوسله وال پوځ  اعلي سرقوماندانۍ استازو دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډ ګيرنې او همدردۍ پيغام دشهيد ډګروال عبدالمنان غوري کورنۍ ته ورسپاوه .
دملي امنيت شورا دمعاونيت  دسرپلټونکي ډګر جنرال خدا داد هزاره په مشري استازي دجمهور رييس محمد اشرف غني په لارښوونه دشهيد ډګروال عبدالمنان غوري کورته لاړل
دباختراژانس دخبرله مخې، ډګروال عبدالمنان غوري دجمعې په ورځ کله چې دجمعې دلمانځه داداکولو په  مقصد جومات ته روان و د ډار اچوونکو له خوا شهيد کړى شو .
دوسله وال پوځ  اعلى سرقوماندانۍ استازو دجمهور رييس  د ډاډګيرنې  او خواخوږۍ پيغام دشهيد ډګروال عبدالمنان  غوري کورنۍ ته ورساوه اودجمهوري رياست نغدي  مرسته يې دشهيد مشر زوى ته وسپارله .
جمهور رييس په خپل پيغام کې ويلي دي چې دشهيد غوري بچيان زما بچيان دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته