سیاست

احمدضيا مسعود: بشري منابع د هېواد د اقتصادي ودې يو اساسي شرط دى

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ١١ :
د احصائيې دمرکزي ادارې مسوولينو د دغې ادارې  برياليتوبونه او پروګرامونه په يوه غونډه کې د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس فوق العاده استازي ته وړاندې کړل .
دجمهور رئيس د فوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
په دې غونډه کې لومړى د احصائيې د مرکزي ادارې رئيس د دغې ادارې له خوا ترسره شوي کارونه په ډاګه کړل او ويې ويل: د احصائيې د مرکزي ادارې په قانون کې تعديل، د ارقامو د پروسس، له مرکزي ودانۍ څخه ګټه اخستنه، د ارقامو د راټولولو د سيستم په برقي کولو دکار پيل او د ارقامو دمرکزي ديتابيس جوړول او د بدخشان، ميدان وردګو او د کاپيسا د ولايتونو د اداري ودانيو د جوړولو دکار بشپړول په ترسره شويو  چاروکې شامل دي .
د احصائيې د مرکزي ادارې رئيس دغه راز د لومړي ځل لپاره د درې مياشتنې احصائيوي خپرونې برابرول او د درې مياشتني ناخالص کورني توليد په برابرولو د کار پيل او ټولو ولايتونو ته د بيو د شاخصونو پراختيا،  د ملي محاسباتو د سيستم پياوړتيا، له اړتيا سره سم په ټولو احصائيوي پوښتن ليکونو بيا کتنه او دښو ظرفيتونو په مقصد د ادارې په تشکيلاتي جوړښت بيا کتنه يې هم د دغې ادارې   له برياليتوبونو څخه وبلل.
ده دغه رازڅرګنده کړه چې دوى د احصائيې د مرکزي ادارې، د ماليې او د سوداګرۍ او صنايعو د وزارتونو، د مرکزي بانک او د سودا ګرۍ او صنايعو د خونو د رياستونو په ګډون د سوداګرۍ د ارقامو د کره کولواو همغږۍ په مقصد يو کميسيون جوړ کړى دى او د احصائيې د پرمختيا د ملي ستراتيژۍ په باب کار يې پيل کړى دى.
د جمهور رئيس فوق العاده استازي د احصائيې د مرکزې ادارې د مسوولينو د رپوټونو له اوريدو وروسته وويل چې د احصائيې د تعليمي او يا تحصيلي بنسټ د جوړلو په برخه کې جدي پاملرنه وکړئ چې د ښو ارقامو د وړاندې  کولو په برخه کې د مرکزي احصائيې په اداره کې مسلکي کارونه شتون ولري.
د جمهور رييس فوق العاده استازي د احصائيې د ملي ادارې مسوولينو ته وويل: د ارقامو د وړاندې کولو په برخه کې دې مسلکي کادرونه او د پوهنتونونو فارغان په کار پيل وکړي چې وليدل شي چې څومره کسان او په کومو څانګوکې تخصص لري چې د هغو له مخې حکومتي ادارې د هغوى له ځواک څخه استفاده وکړي.
ده دغه راز څرګنده کړه چې بشري منابع د هېوادونو د اقتصادي ودې يو مخکينى شرط دى او بايد د هغوى د مسلکي کولو او په دولتي اداروکې د ماهرانو دشتون په باب د دقيقو ارقامو  وړاندې کولو ته جدي پاملرنه وکړي.
د دغې غونډې په پاى کې د احصائيې د ملي ادارې مسوولينو د ارقامو دمرکز د جوړولو په اړوند د جمهور رئيس فوق العاده استازي ته معلومات وړاندې کړل چې د هغه له خوا دتائيد وړ وګرځيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته