ورزش

داستقلال ټيم خپل سيال ته ماتې ورکړه

کابل باختر آژانس د وږي ٢٦
دکابل ښار دفوټبال دغوره ټيمونو ساليو پرون مازيګر په دوو لوبو سره دوام وموند.
دهيواد دفوټبال فدراسيون د رسنيو مسوول احمدشاه ساير باختر آژانس  ته وويل: په لومړۍ لوبه کې داستقلال ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره دسرې مياشتې ټيم ته ماتې ورکړه اوپه بله لوبه کې دخاور او مشعل ټيمونو لوبه د دوو په مقابل کې په دوو سره برابره پاى ته رسوله. دغه سيالۍ دفوټبال دټولو ټيمونو ترمنځ په کابل ښارکې پيل شوى دى. تر اوسه پورې دفيروزې ټيم دپنځه ويشتوامتيازونو په ترلاسه کولو سره دجدول په سرکې دى او د استقلال ټيم د دوه ويشتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره په دويم مقام کې دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته