سیاست

جمهوررئیس غني د سولې دعالي شورا غړو ته په خطاب کې: ستاسو لویه دنده دا ده، چې د سولې دټینګښت لپاره فضا برابره کړئ

کابل باختر د تلې  نولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د سولې دعالي شورا رئیس، رهبري پلاوي او د ولایتي کمېټوله رئیسانو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې پرون په ارګ کې وشوه او د ملي شورا رئیسانو، قاضي القضات، لوی څارنوال، د افغانستان د عالمانود سراسري شورا رئیس او یوشمېر نورو دولتي مقاماتو په کې برخه اخیستې وه، په پیل کې د سولې دعالي شورا رئیس استاد محمد کریم خلیلي د سولې دملي کنفرانس په اړه چې په دې وروستیو کې د دغه بنسټ له خوا جوړ شوی وو، معلومات ورکړل.
هغه له جمهوررئیس څخه د سولې عالي شورا د ملاتړ له امله مننه وکړه او وې ویل، په یاد کنفرانس کې چې د سولې عالي شورا مرکزي او ولایتي غړو ګډون کړی و، ښه نظرونه او وړاندیزونه مطرح شول او هیله من یوو د دغې شورا په راتلونکو کارونو کې ګټور تمام شي.
خلیلي څرګنده کړه، موږ تیار یوو چې له ټولو سیاسي کړیو سره ناستې وکړو، ترڅو د سولې پروسې د ښه والي لپاره د هغوی مشورې هم واخلو او لهملي شورا او مدني ټولنې غواړو چې په دې برخه کې خپلې مشورې پیل کړي.
د سولې دعالي شورا رئیس وویل، تر بل هر وخت په هېواد کې د سولې دټینګښت لپاره ښه شرایط برابر دي او د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، په مخالف لوري کې هم د سولې زمینه برابره ده. هغه زیاته کړه، د سولې انقلاب راتلونکی دی او موږ به دغه انقلاب بریالیتوب ته رسوو.
د سولې دعالي شورا رئیس، په عمان کې څلور اړخیز مذاکرات او د مسکو غونډه د سولې د ټینګښت په لار کې مثبت ګام وباله او په دې برخه کې یې له ټولو سیمه ییزو او بین المللي همکارانو مننه وکړه.
هغه څرګنده کړه، له محلي ادارو سره د سولې عالي شورا د ولایتي کمېټو په کچه دې همغږي رامنځته شي او له جمهوررئیس څخه یې وغوښتل، چې د دغې همغږۍ لپاره دې محلي ادارو ته لارښونه وشي.
هغه څرګنده کړه: زموږ هیله دا ده، چې د جمهوررئیس په ملاتړ د سولې پروسه ښې پایلې ولري، او موږ غواړو چې په دې برخه کې رښتیني ګامونه پورته شي.
وروسته د کندهار د سولې کمېټې رئیس حقیار، د هرات د سولې عالي شورا کمېټې غړي احمد یما امیني، محبوبې سادات د بلخ ولایت د سولې کمېټې په استازیتوب او د لوګر ولایت د سولې کمېټې غړي اسدالله حنیف خبرې وکړې او د سولې ملي کنفرانس په جوړېدو دخوښي څرګندولو ترڅنګ یې په هېواد کې د سولې ټینګښت په لار کې د عالمانو، مشرانو او مدني ټولنې ونډه برجسته وبلله.
هغوی وویل، په دغه کنفرانس کې په  ۷ کمېټو کې، د سولې د لارې د فرصتونو، د سولې پر وړاندې د شته خنډونو، د رهبري پلاوي د غوښتنو او د سولې پروسې د تطبیق لپاره پر موجودو امکاناتو بحث او خبرې وشوې.
همدراز هغوی د سولې په پروسه کې د سیمې هېوادونو جدي لاسوهنه او د فرصت غوښتوونکو افرادو ملاتړ، په دغه پروسه کې د غیر مسوله وسله والو لاسوهنه، د نشه یي توکو قاچاق، د ځمکې اوکانونو غصب او جرمي اقتصاد، اختلافاتو ته لمن وهل، د محلي پولیسو خپلسري، دځوانانو لپاره د کاري فرصتونو نشتوالی، د دولتي ادارو نه همغږي، له دولتي امکاناتو ناسمه استفاده، په امنیتي ارګانونو کې د پرسونل کمښت او د بهرنيو تروریستي ډلو موجودیت د سولې پروسې د لارې ننګونې او خنډونه وبلل.
جمهور رئیس غني د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل: زه غواړم په وضاحت ووایم چې که سوله زما د ژوند په قېمت راځي، نو ځان د سولې قرباني کوم.
جمهور رئیس د سولې عالي شورا د رئیس او غړو د کوښښونو مننه وکړه وې ویل، نن مو د شته فرصتونو، ننګونو او حل لارو په اړه د اجماع زیاته برخه جمع بندي او په دوه ورځني کنفرانس کې مو د سولې بستر د پرمختګ زمینه برابره کړه. 
هغه په هېواد کې د سولې د ټینګښت رامنځته شویو فرصتونو ته په اشارې وویل: ټول باید پوه شي چې په جنګ سره نشي بریالي کېدلی. موږ جنګ نه غوښت او تل زموږ نېت سوله و، اما که جنګ پر موږ وتپل شي، له مقابلې مه واره چاره نه لرو.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل: بین المللي ، یوه برخه د سیمې او ملي فرصت درې واړه یو ځای دي او د ملي شورا له دواړو مجلسونو څخه غواړم چې خپل غږ د سولې لپاره چې تل یې اوچت کړی دی، زیات لوړ کړي.  جمهور رئیس ټینګار وکړ چې سوله باید باعزته سوله وي. 
هغه د سولې دعالي شورا غړو ته په خطاب کې وویل: ستاسو لویه دنده داده چې د سولې تامین ته فضا برابره کړئ او د اعتماد فضا له ایجاد پرته سوله نه تامینېږي.
جمهور رئیس هغو کسانو ته په اشارې چې سولې پروسې ته له راستنېدو وروسته ورته پام نه دی شوی اړوندو مراجعو ته لارښوونه وکړه چې د سولې عالي شورا او امنیتي بنسټونو یو پلاوی په اساسي توګه دا موضوع وارزوي.
جمهور رئیس د سولې پر وړاندې ننګونې ته په اشارې وویل: زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د قوې مشروع انحصار د سولې د تامین لپاره له عمده شرایطو څخه یو دی.
هغه وویل: زموږ اساسي قانون او عدلي او قضایي دستګاه موږ سره پیوندوي او له قاضي القضات او لوی څارنوال څخه مننه کوم چې د قانون د حاکمیت په لاره کې یې زیاتې هلې ځلې کړې دي.
محمد اشرف غني وویل: په دولتي دستګاه کې همغږي باید په ځانګړي ډول د محلاتو په کچه رامنځته شي او په دې ناسته کې د بحث موضوعات به په یو ویډیو کنفرانس کې له والیانو سره شریک شي او په دې اړه به لازمې لارښوونې ورته وکړو.
هغه وویل: د سولې حدود باید واضح وي، باعزته سوله هغه ده چې اسلامي او افغاني ارزښتونه او زموږ اساسي قانون په کې شامل وي.
جمهور رئیس له هغوی څخه وغوښتل چې تل خپلې نیوکې او وړاندیزونه له هغه سره شریک کړي او د سولې د ټینګښت لپاره ملي اجماع یوه اړتیا ده.
جمهور رئیس وویل: د سولې عالي شورا باید د ټولو هغو کسانو نظریات چې د سولې په اړه شک او شبه لري جمع او طبقه بندي کړي، تر څو د هغوی قناعت ترلاسه شي.
هغه زیاته کړه: جرمي فساد د جنګ عمده عامل دی او که غواړئ په هېواد کې قانوني اقتصاد پلی شي له فساد سره باید مبارزه وشي.
جمهور رئیس له سیاسي قشر، مدني ټولنې، ټولو مشرانو او د هېواد رسنیو څخه وغوښتل چې د ماحول ارزښت درک کړي، د وخت مدیریت مهم دی او موږ باید د سولې خاوندان شو، کنه نو د سولې د تامین په خاطر به د نورو له وړاندیزونو سره یو مېز ته کېنول شو. هغه وویل: له پاکستان سره سوله له بین الافغاني سولې سره تفکیک کړئ.
محمد اشرف غني وویل: د کابینې  او سولې عالي شورا یوه ګډه غونډه جوړو، تر څو په سراسري او همغږې توګه بحث وشي او مشترک ټکي تشخیص شي.
د هېواد جمهور رئیس د سولې دعالي شوراله غړو څخه وغوښتل چې د اصلاحاتو زمینه برابره او په محلي کچه موانع تشخیص کړي چې څوک سوله نه کوي، ځکه له اخلاقي جرئت پرته سولې ته نه رسېږو.
جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: موږ باید د سولې د ټینګښت لپاره ملي اجماع ایجاد کړو او د واضح هدف لورته حرکت وکړو او موانع په روښانه لید، واضح ارادې او پاک نیت له مخې لیرې کړو. پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته