امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٥
په زابل ولايت کې تيره شپه  دملي اردو ځواکونو په عملياتو کې درې تنه وسله وال ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .
په زابل ولايت کې د ٢٠٥  اتل قول اردو قوماندانۍ ويندوى باختر آژانس ته وويل : دغه عمليات دملي اردو د ځواکونو له خوا د زابل ولايت دارغنداب په ولسوالۍ کې ترسره شول چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : ددغو عملياتو په بهير کې دولس توغندي ، دوه مخابرې ، درې کلاشنکوف او يوه اندازه  چاوديدونکې توکي هم دملي  اردو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته