خبرونهټولنه

هرات کې د معارف چوک د رغولو چارې بشپړې شوې

کابل، د وري ۲۱ مه، باختر

د هرات ولایت د لومړۍ او څلورمې ناحیې اړوند د معارف چوک د رغولو چارې بشپړې او پرانیستل شو.

د باختر آژآنس د خبر له مخې؛ دغه چوک د یاد ولایت ښاروالۍ په مالي ملاتړ د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې نن د یو شمېر دولتي مسوولینو په شتون کې پرانیستل شو.

ورته مهال د هرات اوسېدونکي د یاد چوک په رغولو خوښي څرګندوي او له حکومت څخه د ورته نورو پروژو د پلې کولو غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress